د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او شام د برېښنا پر ځای کولو تړون کړی


د ایران او شام د برېښنا او انرژۍ وزیران
د ایران او شام د برېښنا او انرژۍ وزیران

د ایران سرکاري رسنیو راپور ورکړی چې تهران له شام سره د بجلۍ انتظامي ډنچانچې بيا بحالولو لومړنۍ هوکړه لیک لاسلیک کړې ده.

سرکاري خبري اژانس ایرنا پرون وويل چې د دواړو هېوادونو د بجلۍ وزيرانو په تهران کې تړون لاسليک کړي. په دې کې د بجلۍ جوړولو پلانټ، د بجلۍ د لیږد تارونه غځول او په ممکنه توګه د عراق له لارې د دواړو هیوادونو د برښا شبکې سره نښلول شامل دي.

اژانس د دي تړون د لګښت په اړه څه نه دي ويلي.

ایران او روس په ګډه د شام له ولسمشر بشار الاسد سره مرسته کوي. په شام کې د ۲۰۱۱ کال راهيسي په کورنۍ جګړې کې له څلورو لاکو زيات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG