د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ډینګي ۳۷ نوي ناروغان پیدا شوي


د ډینګي د یو ناروغ پخوانی عکس
د ډینګي د یو ناروغ پخوانی عکس

پراګ - په خیبرپښتونخوا کې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي ادارې ویلي چې په صوبه کې د ډینګي تبې ۳۷ نوي ناروغان رپورټ شوي دي.

د دې ادارې مشر ډاکټر احمد د نومبر پر دویمه مشال رېډيو ته وویل چې د ډینګي مخنیوي لپاره یې په ټوله صوبه کې د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.

ده وویل چې په دې ترڅ کې یوازې په پېښور کې څه د پاسه پنځه نیم لکه کورونو ته د پوهاوي لپاره ورغلي دي.

ډاکټر احمد زیاتوي چې ډینګي ناروغي به هغه وخت ختمېږي چې د دې ماشې په مکمله توګه ختم شي.

د ډینګي ناروغۍ مخنیوې ادارې لخوا مشال رېډيو ته په ترلاسه شوې خبرپاڼه کې بیا ویل شوي چې د نومبر تر دویمې نېټې په پېښور او سوات کې ډ دينګي تبې اووه ، اووه ، په ډیره اسما عیل خان کې پنځه ، صوابۍ کې څلور، کوهاټ او مردان کې درې درې، ایبټ اباد هري پور او کرک کې دوه دوه او بونیر او کوز دیر کې یو یو نوی کېس رپوټ شوی دی.

د پېښور په لېډي رېډنګ روغتون کې ډاکټر خالد مسود وايي چې د تیرو کلونو په نسبت سږ کال ګرمۍ موسم زیات وخت واخیست چې له کبله یې د ډینګي وایرس ختمول د حکومت لپاره ګرانه وه.

خو د ده په وینا ، د هغې باوجود په ناروغانو کې کمی راغلی دی او باید ولس له احتیاطه کار واخلي.

د ډینګي ناروغۍ مخنیوې ادارې چارواکي وايي، سږ کال په خیبر پښتونخوا کې په مجموعي توګه د ډینګي شپږ زره او څه د پاسه شپږ سوه ناروغان روغتونونو کې داخل شوې وو چې تر درملنې وروسته رخصت کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG