د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیکولا: خپل هدف ته نژدې شوي یو


Scotland's First Minister Nicola Sturgeon
Scotland's First Minister Nicola Sturgeon

د سکاټ لیڼد په ګلاسګو ښار کې له برتانیا څخه د خپلواکۍ اخیستو په موخه په زرګونه خلکو لاریون کړی دی.

د سکاټ لینډ د حکومت لومړۍ وزیرې او د نېشنل پارټۍ مشرې نیکولا سټرجن د نومبر پر دویمه شاوخوا شلو زرو مظاهرچیانو ته وویل چې خپل هدف ته نیږدې شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، د دسمبر پر ۱۲مه په برتانیه کې ملي انتخابات د سکاټ لېنډ لپاره ډیر مهمه دي.

سټرجن له خلکو غوښتي چې په دسمبر کې کېدونکو انتخاباتو کې دې د دوی ګوند نېشنل پارټۍ ته رایې ورکړي چې دا شان د سکاټ لینډ دریځ پیاوړی شي.

دبرتانیا وزیراعظم بوریس جانسن په راتلونکو انتخاباتو کې د دې محافظه کاره ګوند لپاره د کافي ملاتړ ترلاسه کېدو هیلي لري چې له مخې به یې د پارلیمان له لارې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیه وتلو ته لاره هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG