د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل


زلمی خلیلزاد او اشرف غني (پخوانی عکس)
زلمی خلیلزاد او اشرف غني (پخوانی عکس)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او نورو لوړو پوړو چارواکیو سره کتلي دي.

نن په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې نوموړي افغان حکومت ته د خپلو هغه خبرو اترو په اړه مالومات ورکړل چې په دې وروستیو کې يې لهخپلو متحدینو، ملګرو او سیمې له حکومتونو سره کړي دي.

زلمي خلیلزاد د پخوانیو چارواکو، مدني فعالانو او دیني عالمانو سره هم وکتل او له هغوي سره يې د سولې د هلو ځلو په اړه مالومات شریک کړل او د هغوي مشورې يي واوریدی.

نوموړي پر دې مهال وویل چې امریکا په افغانستان کې د جنګ پاي ته رسولو لپاره د سیاسي جوړ جاړي مرسته کوي او دا چې د تل پاتي امن پر ځاي کولو لپاره په تشدد کې کموالی اړین دی.

XS
SM
MD
LG