د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایچ ار ډبلیو: روس نارینه په زور په پوځ کې بهرتي کوي چې په کرايميا کې وجنګيږي


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین
د روس ولسمشر ولادمیر پوتین

د بشري حقونو نړي وال سازمان هيومن رايټس واچ وايي روسي چارواکي په جبري توګه نارينه په دې موخه په روسي پوځ کې بهرتي کوي چېپه مقبوضه کرايميا کې وجنګيږي.

یاد سازمان وايي دا کړنه له نړيوالو قوانينو سر غړونه ده.

تيره ورځ د اروپا او مرکزي اسیا لپآره د یاد سازمان ډاريکټر هيوج ويليمسن په يو بیان کي ويلي چې د يو قابض طاقت په توګه روس هيڅ حق نه لري چې کرا يميا ته په جبري توګه سړي واستوي ځکه چې دا په ښکاره توګه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.

د سازمان په خبره روس په دې لړ کې دوه خلاف ورزۍ کوي ځکه چې روس د هغو کسانو پرضد مجرمانه مقدمې جوړوي چې کوم کسان په پوځ کې له بهرتي کيدو نه انکار کوي.

د سازمان په خبره د څلورم جنيوا کنوشن قانون له مخې چې روس پر هم لاسلیک کړی دی ، قابض پوځ په مقبوضه سیمه کې ځاي خلک په جبري توګه په پوځ کې نه شي بهرتي کولای.

روس په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراين د کرايميا سیمې واک تر لاسه کړ او په سمدستي توګه يې له روس سره ضم کړه. نړيوالې ټولنې تر دا مهاله د روس دا عمل نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG