د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر د ناټو له مشر سره ولیدل


د اوکراین ولسمشر د ناټو له مشر سره د لیدو پر مهال.
د اوکراین ولسمشر د ناټو له مشر سره د لیدو پر مهال.

اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اکتوبر پر ۳۱مه په کییف کې د ناټو له مشر ینز ستولتنبرګ سره لیدلي.

د زېلېنسکي دفتر ویلي چې سهار وختي په غونډه کې د اوکراین او ناټو د چارواکو یوې وړې ډلې ګډون وکړ.

تر دې وروسته زېلېنسکي او ستولتنبرګ د اوکراین او ناټو د کمېشن په غونډه کې برخه واخیسته چې پکې د ناټو مشر دا خبره بیا تکرار کړه چې ناټو اېتلاف له روسیې سره د اوکراینۍ ټاپووزمې کریمیا الحاق هېڅکله په رسمیت نه دی پېژندلی.

ستولتنبرګ وویل چې ټولې خواوې باید د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلویو بېلتونپالو او حکومتي ځواکونو د شخړې هوارولو په موخه د سولې موافقې عملي کړي.

ده زیاته کړه چې په سوله ییز ډول د شخړې هوارولو په برخه کې د زېلېنسکي د هڅو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې چې ستولتنبرګ د اکتوبر پر ۳۱مه د اوکراین په پارلېمان کې هم وینا وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG