د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډنمارک ومنله د روس ګیس نل لیکه یې له اوبو تېره شي


د "نورد سټورم ۲" په نوم نل لیکه د روسیې ګاز د بالتیک سمندر له لارې تر جرمني رسوي.
د "نورد سټورم ۲" په نوم نل لیکه د روسیې ګاز د بالتیک سمندر له لارې تر جرمني رسوي.

ډنمارک د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت "ګازپروم" ته اجازه ورکړه چې د ګاز جنجالي شوې نل لیکه د هغوی په اوبو کې تېره کړي.

په دې ډول به د ګازپروم شرکت وتوانېږي د "نورد سټورم ۲" په نوم نل لیکه چې د روسیې ګاز د بالتیک سمندر له لارې تر جرمني رسوي، بشپړه کړي.

د روسې د ګازو دا نل لیکه ۱۲۳۰ کیلومتره ده.

د ډنمارک حکومت پرون د اکټوبر په ۳۰مه، تائید کړه چې د روسیې حکومت ته یې په خپلو اوبو کې د دې پایپ لاین د تېرولو اجازه ورکړې ده.

د ډنمارک دا پرېکړه د امریکا پر کانګرس فشار راولي چې ژر تر ژره د بندیزونو لایحه مخکې تر دې چې د روسیې دا ستره پروژه بشپړه شي، تصویب کړي.

واشنګټن له دې پروژې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې پر ګاز د اروپا اتکا زیاتوي او مسکو ته موقع ورکوي چې پوځي فعالیتونه او پر اوکراین فشارونه زیات کړي.

د ډنمارک د انرژۍ ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې ګازپروم شرکت ته یې اجازه ورکړي چې د جنوبي پایپ لاین ۱۴۷ کیلومتره د دنمارک په اوبو کې وغځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG