د لاسرسي ځای

تازه خبر

کردي ځواکونه د شام له شمال ختیځ سیمې وتلي: روس


په شام کې کردي ځواکونه
په شام کې کردي ځواکونه

روس وايي، کرد جنګياليو د شام په شمال ختيځ کې د ترکيې له سرحدي سيمو خپل وتل بشپړ کړي دي او دا کار د انقرې او مسکو ترمنځ له موافقې سره سم ترسره شوى دى.

د روسیې دفاع وزير سرګې شويګو ویلي، د کرد جنګياليو تر وتلو وروسته د روسيې او شام پوځيان سرحدي سیمو ته تللي دي.

شويګو وويل، کرد جنګيالي د اکتوبر پر۲۹مه تر ورکړل شوي مهلت مخکې په مکمله توګه وتلې دي.

د روس دفاع وزارت د يو لوړ پوړي پوځي چارواکي چې په شام کې کار کوي، په حواله ویلي چې د کرد ملېشو ۳۴ زره غړي له خپلو وسلو او نورو سامانونو سره يو ځاى له ټاکلي وخت سره سم، له ”خوندي ساحې“ وتلي دي.

میجر جنرل يوري بورينکوف دا راز ويلي، د شام ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د دې هېواد او ترکيې پر پوله ۸۴ پوستې جوړې کړي دي.

ترکيې او روسيې تېره اوونۍ کرد ملېشو ته ١٥٠ ساعته وخت ورکړې وو، چې د ترکيې له سرحدي سيمو ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG