د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او د لورالايي ضلعې مشر بسم الله جان لوڼی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د نوموړي جنازه نن په لورلايي کې وشوه او مړی به یې ماښام د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې د هغه په پلرني کلي مرجانزي کې خاورو ته وسپارل شي.
بسم الله جان لوڼي د سیاست پیل له پښتون سټوډنټس فیډرېشن څخه پیل کړی وو او بیا یې د ژوند تر پایه په عوامي نیشنل ګوند کې عملي سیاست کاوه.
نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه په لاهور کې د ۴۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.