د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي وزیراعظم ترهګرۍ ضد ځواک ته د مظاهرو رام کولو دنده سپارلې

په عراق کې خلک د درغليو او اقتصادي ستونزو ضد مظاهرې کوی.
په عراق کې خلک د درغليو او اقتصادي ستونزو ضد مظاهرې کوی.

لوديځو رسنيو خبر ورکړی چې د عراق وزيراعظم عادل عبدالمهدی د حکومت ضد د مظاهرو د ختمولو لپاره د ترهګرۍ ضد ځواک د ليږلو امر ورکړی.

رويټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله ويلي دي چې عراقې وزيراعظم ترهګرۍ ضد ځواک ته اختيار ورکړی چې په بغداد او جنوبي ښار ناصريه کې دې د مظاهرو د ځپلو لپاره هر ممکن ګام پورته کړي.

بلخوا په عراق کې د بشري حقونو کمېسون پرون [د اکتوبر ۲۶مه] ويلي چې په تيرو دوو ورځو کې د مظاهرچيانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتو کې لږ تر لږه ۶۳ مظاهرچيان وژل شوي دي.

په عراق کې خلک د درغليو او اقتصادي ستونزو ضد مظاهرې کوی.

د کمېسون په راپور کې ويل شوي چې د مظاهرو پرمهال د امنيتي ځواکونو په ګډون له دوو نيمو زرو زيات کسان ژوبل شوي هم دي.

د کمېسون يو غړي علي ال باېتې وايي، پلازمينه بغداد او په جنوبي ښار ناصریه کې پرون [د اکتوبر ۲۶مه] شپږ مظاهره چیان ووژل شول.

د چارواکو په خبره مظاهرچيانو د بغداد ګرين زون ته د ننوتو کوشش کاوه چې امنيتي ځواکونو پري ډزې وکړي.

په ګرين زون کې حکومتي دفترونه او غير ملکي سفارتونه دي. په عراق کې د اکتوبر مياشت له پيل راهيسي د درغليو، بې روزګارې او بنيادي سهولتونو د نيشتوالي پرضد مظاهري رواني دي چې تراوسه پوري شاوخوا دوه سوه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG