د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د شام او ترکي پر پوله ۳۰۰ سرتېري ګمارلي


په شام کې روسي ځواکونه
په شام کې روسي ځواکونه

روس ویلي د ماسکو او انقرې ترمنځ د لوظنامې وروسته د روسیې پوځي پولیسو۳۰۰ سرتېري د ترکیې پر پوله د ګزمو لپاره شام ته رسیدلي دي.

د روس دفاع وزارت د اکتوبر پر ۲۵مه وویل چې دا پوځي پولیس له چیچنیا راغلي او له ۲۰ ډېر بکتربند ګاډي يې د روسیې له نورو سیمو د مغربي شام حمېمیم هوايي اډې ته منتقل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن په مرسته شوې پنځه ورځنې اوربند د اکتوبر پر ۲۲مه پای ته رسیده خو روسیه او ترکیه په دې رضا شو چې د ترکیې او شام تر منځ د پولې تر ۳۰ کلومیټره سیمې څخه به کرد جنګیالي د روسي او شامي ځواکونو په نګرانۍ کې اووځي.

د کرد جنګیالو پرضد د ترکیې بریدونه وروسته له هغې پیل شو کله چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې له شامه د امریکايي ځواکونو د راویستلو پریکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG