د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر او محسن داوړ ته په خړکمر پېښه کې پاخه ضمانتونه ورکړل شو


علي وزیر او محسن داوړ
علي وزیر او محسن داوړ

بنو: د پېښور هاي کورټ د شمالي وزیرستان د خړکمر په پېښه کې د قومي اسمبلۍ غړیو علي وزیر او محسن داوړ ته پاخه ضمانتونه ورکړل.

د یاد عدالت د بنو څانګې دا پرېکړه د اکتوبر پر ۲۵ نېټه داسې مهال وکړه چې د علي وزیر او محسن داوړ وکیلان لطیف اپرېدی ، سنګین خان او حکومتي وکیلان ټول موجود وو.

اډوکېټ لطیف اپرېدي وویل ، “عدالت حکومت ته امر وکړ چې په دوو میاشتو کې ټول ثبوتونه وړاندې کړي او دا مقدمه پای ته ورسوي.”

د لطیف اپرېدي په وینا ، په دوو میاشتو کې د دې مقدمې پای ته رسول ګران ورته ښکاري خو بیا هم د ده په وینا اوسمهال فیصله د علي وزیر او محسن داوړ په حق کې ښکاري.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ مشال راډیو ته وویلچې پر دوي جوړه شوې د خړکمر د پېښې مقدمه بې بنیاده ده.

محسن داوړ وویل چې دوي به په هیڅ صورت له ولس سره له کړو ژمنو او د امن لپاره له پیل کړې مبارزې نه پرشا کېږي.

پر علي وزیر او محسن داوړ دا مقدمې د ۲۰۱۹م کال د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې تر شوې خونړۍ پېښه وروسته جوړې شوې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې په هغه پېښه کې د پاکستان پوځ د دوي لږ تر لږه ۱۵ غړي وژلي او یو شمېر یې نور ټپي کړي وو.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي ، د غورځنګ غړو د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ کې پر امنیتي پوسته برید کړی وو.

خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډیګانو کې ښکاري چې د علي وزیر او محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره هیڅ ډول وسله نشته او چې کله هغوی تر امنیتي پوسته تېر شي نو له شا پرې ډزې وشي.

علي وزیر په هم هغه ورځ نیول شوی وو خو محسن داوړ بیا څو ورځې وروسته ځان پولیسو ته سپارلی وو.

دوي څه کم پنځه میاشتې په بېلا بېلو زندانونو کې تېرې کړې او د سپټمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه خوشي شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي لا هم په دې تور کې په بېلا بېلو زندانونو کې بند دي چې د حکومتي چارواکو په وینا ، د ریاست ضد یې خبرې کړې دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، دا د دوي آیین حق دی چې پر خپله خاوره د امن لپاره غږ پورته کړي او سوله ییزه مبارزه وکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال له فرورۍ میاشتې راهسې احتجاجونه کوي او تور پورې کوي چې په پاکستان کې د پښتنو پر خاوره د شوې او روانې ترهګرۍ تر شا د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دریځ غلط او یو بهرنۍ ایجنډا بولي.

XS
SM
MD
LG