د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ مارچ مخنیوي لپاره مو سلګونه کنټېنرې نیول شوې: ټرانسپورټران


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې د مال وړونکو ګاډو اتحادیه تور لګوي چې د اکتوبر پر ۳۱مه د جمعیت علما اسلام ف په غږ کېدونکي ازادي مارچ د مخنیوي په مقصد پولیسو د دوی تر ۸۰۰ زیات ټرکونه د نیولو پس کنټېنرې د لارو تړلو لپاره استعمال کړي دي.

د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحادیې مرستیال مشر شیر ایوب وزیر بېګا مشال راډيو ته وویل چې په دې کې زیات هغه ګاډي دي چې افغانستان ته سامانونه وړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو مشر خان جان الکوزي هم مشال راډيو وویل، د پاکستان حکومت دغه اقدام غیرقانوني دی.

د واکمن تحریک انصاف سیاستوالان وايي دا ستونځه به په څو ورځو کې هواره شي او ډاډ یې ورکړ چې ګاډیو او کنټینرو ته به څه نقصان نه رسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG