د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: ځانمرګي برید ۵ تنه وژلي ۲۱ ټپیان


د ننګرهار چارواکي وایي چې نن (جمعه) ماسپښین دوه بجې چې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې د موټرو په کاروان د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند اکمالاتي بېز سیمه کې ځانمرګی برید شوی و، د صفر دوه قطعې درې تنه سرتېري او دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي او شپږ تنه سرتېري او پینځلس تنه ولسي افغانان پکې زخميان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې د پېښې ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG