د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په ختیځ کې خپل پوځي حضور زیاتوو: امریکا


په شام کې امریکا پوځیان
په شام کې امریکا پوځیان

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د شام په شمال ختیځ کې خپل پوځي حضور زیاتوي چې که د اسلامي دولت ډلې وسله وال بیا سر راپورته کړي نو لخوا یې د تېلو ذخیرې د قبضه کولو مخنیوې وکړي.

د اکتوبر پر ۲۴مه دا پریکړه له هغې وروسته شوې چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترکيې سره له شامي سرحده د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړه.

د دې مقصد د ترکيې ځواکونه جوګه کول ووچې د امریکا ملاتړ لرونکي شامي کرد جنګیالو نه پاکه یو خوندي سیمه یا زون جوړ کړل شي.

له دغه سرحد سره نېږدې سیمه کې به اوس د ترکیې او روسیي ځواکونه ګزمه کوي چې مخکې د امریکايي او اېتلافي ملیشې په کنټرول کې وه.

د ولسمشر ټرمپ پر پریکړه مخکې د ډیموکریټ او ریپبلکین ګوند غړیو سخت تنقید وکړ او اندېښنه یې وښودله چې د کردانو په مشرۍ د شامي جمهوري ځواکونو لخوا نیول شوي شاو خوا لس زره اسلامي دولت وسله وال قیدیان په ګډوډۍ کې تښتېدلی شي.

XS
SM
MD
LG