د افغانستان د غور ولایت چارواکي وايي، په فېروز کوه ښار کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د کارکوونکو پر ګاډي په برید کې یوه ښځه وژل شوې او بله ژوبله ده.
د والي ویاند عبدالحي خطیبي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، حمله د ښار د پای کمر په سیمه کې شوې.
د ده په خبره، دواړه ښځې د بشري مرستو د همغږۍ ناحکومتي ادارې کارکوونکې دي چې په سیمه کې یې روغتیايي خدمتونه کول.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د بشري مرستو د همغږۍ دا اداره په ۱۹۸۷ز کال کې یو شمېر افغان رضاکارانو جوړه کړې وه چې مقصد یې په ناامنیو کې خلکو ته بېړنۍ مرستې رسول وو.