د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې د سولې په خبرو کې ریښتیني و اوسي: سټولټنبرګ


د ناټو جنرل سیکټر يینس سټولټنبرګ.
د ناټو جنرل سیکټر يینس سټولټنبرګ.

د ناټو جنرل سېکرېټري يینس سټولټنبرګ ویلي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول تړون باید په افغانستان کې د ۱۸کلونو لاسته راوړنې وساتي.

سټولټنبرګ د اکتوبر پر ۲۳مه په برسلز کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي خو طالبان باید په ريښتیني ډول څرګنده کړي چې امنیت پر ځای ساتلو او سولې ته تیار دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د ناټو شتون د سولې لپاره شرایط رامنځته کوي.

له دې وړاندې روانه اونۍ د ناټو عمومي منشي په برسلز کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره هم د افغانستان د سولې پر عمل خبرې کړي دي.

خلیلزاد نهه وارې د طالبانو له استازو سره د سولې د مذاکراتو په اړه لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG