د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادي مارچ په هرومرو کوو: درانی


حکومت دې د پرامنه مارچ مخه نه نیسي: درانی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:53 0:00

حکومت دې د پرامنه مارچ مخه نه نیسي: درانی

د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ پرون په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، د ازادۍ مارچ به خامخا کوي او په دې لړ کې به حکومتي خنډونه په پام کې نه نیسي. د رهبر کمیټي د اپوزېشن له نهو ګوندونو جوړه ده.

د ګل پر ورځ به اسلام اباد کې له غونډې وروسته د جمیعت علما اسلام ف ګوند یو مشر اکرم خان دراني وویل، دوی پرېکړه کړې چې هله به حکومت سره مذاکراتو ته کښېني چې حکومت ورته د ازادۍ مارچ په لاره کې خنډونه وانه چوي.


له غونډې وروستو له رسنیو سره په خبرو کې اکرم خان دراني وویل حکومت دې د کمېټۍ له غړیو سره ځانله ځانله ملاقاتونه نه کوي او که غواړي چې سنجیده خبرې وکړي نو د رهبر کمېټۍ له نهه واړو غړیو سره دې په ګډه ملاقات وکړي.

نوموړی زیاتوي حکومت له اپوزیشن سره د رابطې لپاره کمېټي جوړه کړې خو حکومت سنجیده نه ښکاري او ثبوت يې د وزیراعظم صېب بیانونه دي چې یوه خوا کميټي جوړوي او بله خوا اپوزیشن ته کنځل کوي. دراني وویل که حکومت رابطه کول غواړي چې ازادي مارچ ودرول شي نو ځواب یې وره دا دی چې په ازادي مارچ به ورسره هېڅ سمجوته و نه کړي. د نوموړي په وینا پرامنه احتجاج یې قانوني او آئیني حق دی.

خو بل پلو، د تحریک انصاف یوې مشرې او د وزیراعظم اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په دوشنبه ویلي، حکومت له اپوزېشن سره خبرو ته تیار دی او که هغوی د وزیراعظم د استعفی له شرطه پر شا شي نو په نورو غوښتنو یې خبرې کېدی شي.

حکومت د اپوزیشن د مشرانو سره د خبرو لپاره د دفاع د وزیر پروېزخټک په مشرۍ کې یوه کمېټي جوړه کړې ده.

اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چې د دوه زره اتلسم کال پر ۲۵م جولای ټولټاکنو کې درغلۍ شوې او دا حکومت په درغلیو جوړ دی نو باید چې عمران خان استعفا ورکړي او نوي انتخابات وکړل شي خو حکومت او الیکشن کمېشن دغه تورونه ردوي او وايي ټولټاکې پاکې شوې دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG