د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک: اپوزېشن دې احتجاج نه کوي، په خبرو مسله حل کوو


پروېز خټک وايي، مسلې د خبرو له لارې هوارېدی شي، احتجاج ته حاجت نشته.

اسلام اباد ـ د پاکستان د دفاع وزیر او د اپوزېشن ډلو سره د خبرو اترو لپاره د جوړې شوې کمېټۍ مشر پروېز خټک وايي، مولانا فضل رحمان او د هغه ملګري دې ورسره مذاکرات وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر بر ۱۹مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل، اپوزېشن دې دا غوښتنه نه کوي چې وزیراعظم عمران خان دې استعفا وکړي نو په نورو موضوعاتو ورسره خبرې کېدی شي.

هغه وویل که د اپوزېشن ګوندونه همداسې په خپل هوډ ولاړ ول او په ملک کې څه ډول حالات خراب شول نو ټول مسولیت به د هم هغو په غاړه وي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا وخت د ملک حالات څنګه دي؟ په کشمیر کې څه روان دي؟ موږ دوی ټولو ته وایو چې راځئ خبرې او مذاکرات وکړو، خو که دوی داسې نه کوي او حالات خراب شول نو بیا به موږ د قانون مطابق پرېکړې کوو."

بل پلو اپوزیشن ګوندونه وايي دوی حکومت سره هله خبرو ته کښېني چې د عمران خان د استعفا په ګډون یې ټولې غوښتنې و منل شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جمیعت علمای اسلام ګوند غړی مفتي عبدالشکور وايي، دوی د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت ضد پراخ لاریون پیلوي چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېږي.

جمعیت علما اسلام (ف) په ګډون د اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چې د کال دوه ۲۰۱۸م په عامو ټولټاکنو کې درغلۍ شوي او دا حکومت په درغلیو جوړ شوی نو باید چې عمران خان د وزیراعظمۍ له چوکۍ استعفا ورکړي او نوي انتخابات وکړل شي.

خو حکومت او الېکشن کمېشن دا تورونه ردوي او وايي ټولټاکنې پاکې او بې پرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG