د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت مذاکرات هم کوي او دړکې هم: مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان ویلي حکومت یوا خوا له دوی سره د مذاکراتو لپاره کمېټۍ جوړه کړې او بلخوا دړکې ورکوي نو په داسې حالاتو کې دوی له حکومت سره مذاکرات نه کوي او د اپوزېشن ګوندونو په رهبر کمېټۍ کې چې څهفیصله وشوه پر هغې به عمل کوي.

د اتوار په ورځ د خېبر پښتونخوا په مردان کې رسنیو سره خبرو کې د جمعیت علمایاسلام مشر مولانا فضل رحمان وویل که په اوویشتم اکتوبر په خیبر پښتونخوا کې د ازادي مارچ کاروانونه ودرول شول نو د ټول پاکستان لارې به وتړي.

د نوموړي په خبره حکومت سنجیده نه دی او په غیرایني طریقه جوړ دی او دوی ته دړکې ورکوي نو ځکه ورسره مذاکرات نه کوي: ''حکومت یوه کمېټي جوړه کړې چې له موږ سره د اوسنیو حالاتو په اړه مذاکرات وکړي ما د هغوی پریس کانفرنس واورېدلو، هغوی په پرېس کانفرنس کې د مذاکراتو خبرې کمې او دړکې زیاتې وې نو له دوی سره به زموږ هېڅ قسمه مذاکرات نه کېږي او په ټولو سیاسي ګوندونو مشتمله د رهبر کمېټۍ غونډه به رابلل کېږي نو دې لړ کې به د اپوزیشن ګوندونو یو متفقه دریځ مخې ته راشي، هغه به متفقه دريځ وي او پر هغه به عمل کوو.''

اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چې په کال دوه زره اتلسم کې د جولای په پنځویشتمه شویو عامو ټولټاکنو کې درغلۍ شوي او دا حکومت د غلا په ووټونو راغلې نو ځکه دوی احتجاج کوي چې وزیراعظم عمران خان استعفا ورکړي او نوي انتخابات وکړل شي خو حکومت او الیکشن کمېشن دا تورونه ردوي

د مولانا فضل الرحمان د ازادۍ مارچ ودرولو لپاره وزیراعظم عمران خان د دفاع وفاقي وزیر پروېز خټک په مشرۍ یوه اووه کسیزه کمېټي جوړه کړې ده.

د دغه کمېټۍ مشر پروېز خټک د خالي په ورځ په اسلام آباد کې خبري غونډه کې ویلي، که د اپوزیشن ګوندونو کومې غوښتنې وي نو هغه دې ورته وړاندې کړي او مذاکرات دې ورسره وکړي خو که دوی نه کېښني او حالات خراب شو نو دا ګوندونه به يې زمه واره وي.

XS
SM
MD
LG