د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چاودنې د درې پولیسوالو په ګډون پینځه تنه ژوبل کړي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې د درې پولیسوالو په ګډون پنځه تنه ژوبل کړي دي.

امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د کوټې پر سپیني سړک له پاک - ترک سکول سره نېږدې د پولیسوالو پر یوه تېرېدونکي ګاډي شوې ده. د چارواکو په وینا چاودنه په د سړک غاړې ته ولاړ موټر سایکل کې له ايښودلیو باروتو شوې ده.

د پېښې پنځه واړه ټپیان د کوټې سیول روغتون ته وړل شوي چې د یاد روغتون ویاند وسیم بیګ یې حالت له خطرې وتلی ښيي.

دمګړۍ هېچا هم د چاودنې ذمه داري نه ده منلې.

د کوټې پولیسو مشر ډي ای جي عبدالرزاق چیمه و مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې درې پولیس، یو ماشوم او یو ولسي وګړی ټپیان دي. د نوموړي په وینا چې د تره ګري ضد فورس (سي ټي ډي) د شواهدو موندلو لپاره د پېښې ځای پلټي.

له دې پېښې یوه اونۍ لمخه د کوټي پر ډبل سړک هم دغه ډول یوې چاودنې یو پولیس-وال وواژه او۱۰ نور یې ژوبل کړي ول چې پنځه پکې پولیسوالا ول.

XS
SM
MD
LG