د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې یو پولیسوال وژلی څلور ژوبل


کوټه: چاودنې ګڼو دکانونو او ګاډو ته زیان اړولی. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵ اکتوبر
کوټه: چاودنې ګڼو دکانونو او ګاډو ته زیان اړولی. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵ اکتوبر

نن د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام مهال د کوټې پر ډبل سړک د شناختي کارډ ادارې (نادرا) د دفتر مخې ته د پولیسو له یوه ولاړ ګاډي سره چاودنې یو پولیسوال وژلی او څلور نور یې ژوبل کړي دي.

له مشال راډيو سره ځايي امنیتي چارواکيو په خبره چاودنه په یوه موټر سایکل کې له اېښودلیو باروتو شوې ده. د تره ګرۍ ضد پولیسو ډي اېس پي سیلم شاهواني په وینا چې په پېښه کې یوشمېر ګاډو او دوکانونه ته هم زیانونه اوښتي دي.

د کوټې سیول هسپتال ویاند وسیم بیګ رسنیو ته ویلي دي چې له پېښې وروسته یې په هسپتال کې بېړني حالت اعلان کړی دی.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي چې دا تره ګرۍ پېښه ده چې موخه یې په خلکو کی ویره خورول ده خود ده په وینا حکومت به کله هم له تره ګرو ماته و نه خوري.

کوټه: د چاودنې له ځایه لوخړې پورته کېږي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵م اکتوبر
کوټه: د چاودنې له ځایه لوخړې پورته کېږي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵م اکتوبر
د چاودنې هدف د پولیس ګاډی وو.
د چاودنې هدف د پولیس ګاډی وو.

XS
SM
MD
LG