د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن ته د نواز شریف ملاتړ لیک وسپارل شو


د مسلم لیګ ن مرکزي سېکرېټري احسن اقبال د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان ته د نواز شریف هغه لیک وسپاره. ۲۰۱۹، ۱۳م اکتوبر
د مسلم لیګ ن مرکزي سېکرېټري احسن اقبال د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان ته د نواز شریف هغه لیک وسپاره. ۲۰۱۹، ۱۳م اکتوبر

د مسلم لیګ ن مرکزي سېکرېټري احسن اقبال په مشرۍ د دغه ګوند یوه پلاوي بېګا (۱۲م اکتوبر) په پېښور کې د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان ته د نواز شریف هغه لیک وسپاره چې پکې نوموړي د خپل ګوند په ګډون د هېواد پر ټولو سیاسي ډلو ټپلو غږ کړی دی چې د حکومت پرضد ازادي مارچ کې دې ګډون وکړي.

د لیک سپارلو پس احسن اقبال له مولانا فضل الرحمان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې هوډ ښکاره کړ چې د موجوده حکومت د راپرزولو پوره هڅه به کوي.

احسن اقبال زیاته کړه چې مسلم لیګ ن په دې خبره د مولانا فضل الرحمن تاید کوي چې دا حکومت د سبا پرځای نن ختمول، د پاکستان بقا، پرمختګ او خوشالۍ لپاره ضروري دی.

نوموړی وویل، په دغه لیک کې نواز شریف له ټولو سیاسي ګوندونو هیله کړې چې په ازادي مارچ کې دې ګډون وکړي. نواز شریف پر خپل ګوند هم ږغ کړی چې په موثره توګه دې د ازادي مارچ برخه شي.

په خبري کنفرانس کې د مولانا فضل الرحمان وینا وه چې د عمران خان حکومت رانسکورلو کې ډېری مخالف ګوندونه یوه خوله دي. هغه زیاته کړه چې د ازادۍ مارچ جوړلو لپاره په ټولو مخالفو ګوندونو مشتمله یوه کمېټۍ لري. د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه نېټه د هغې غونډه رابلل شوې ده، د مولانا فضل الرحمن په خبره په هغه غونډه کې به د مخالفو ګوندونو وړاندیزونه او زموږ پلان څېړل کېږي او د هغې په رڼا کې به راتلونکې کړنلاره طرح کېږي.

د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شوری غونډه کېږي چې په هغه کې به د ازادي مارچ پر چمتوالي وروستۍ پرېکړه کېږي. د حکومت راچپه کولو حتمي فیصله شوې ده اوس یوازې د حکمرانانو ګرېوان ته د لاس اچولو انتظار دی.

خو د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير بيا ويلي چې مولانا بايد نويو انتخاباتو ته څلور کاله انتظار وکړي.

XS
SM
MD
LG