د لاسرسي ځای

تازه خبر

که مولانا ونیول شو د ازادۍ مارچ رهبري به کوم: اسفندیار


چارسده: مولانا فضل الرحمان او اسفندیار خان په ولي باغ کې خبري غونډه کوي: ۲۰۱۹ ز کال، ۱۴م اکتوبر
چارسده: مولانا فضل الرحمان او اسفندیار خان په ولي باغ کې خبري غونډه کوي: ۲۰۱۹ ز کال، ۱۴م اکتوبر

د جمیعت علمای اسلام (ف) او عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو یو وارې بیا د حکومت خلاف د ازادۍ مارچ د ترسره کولو هوډ تازه کړ.

مولانا فضل الرحمان او اسفندیار ولي خان په دوشنبه د چارسدې په ولي باغ کې تر ملاقات وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، د درغلیو په نتیجه کې اقتدار ته رسېدلی اوسنی حکومت نه مني او پرضد به یې له نورو ګوندونو سره یوځای د روانې میاشتې په ۲۷مه د پراخو مظاهرو لړۍ پیلوي.

پر دې مهال مولانا فضل الرحمان وویل، د عمران خان د حکومت د ناکامو پالیسیو له وجې له نورو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.

د عوامي میشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل، دوی د ازادۍ مارچ کې د مولانا فضل الرحمان پوره ملاتړ کوي. نوموړي وویل که حکومت د جمیعت علما اسلام ف ګوند مشران ونیول نو عوامي نیشنل ګوند به د ازادۍ مارچ واګي په خپل لاس کې واخلي.

د تحریک انصاف مشران بیا وايي، د مولانا فضل الرحمان په ګډون د اپوزیشن اکثره مشران د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې ناکامه شوی نو ځکه اوس د هغوی واک نه شي زغملی او مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG