د امريکا د استازو د جرګې سپيکره نينسي پلوسي او د کانګرس اته نور لوړ پوړي غړي د اردن په سفر دي.
پلوسي د اکتوبر پر ۱۹مه په یو بيان کې ويلي چې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړي په داسي حال کې د اردن سفر کوي چې په سيمه کې حالات ترينګلي دي.
په بيان کې ويل شوي چې په شام کې د ترکیې پوځي عملياتو حالات لا نور پيچيلي کړي او د دې سفر مقصد ټولو خواوو سره خبرې کول دي.