د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان کردي ځواکونو ته له سیمې د وتلو امر کړی


د شام له کوباني ښارګوټي خلک خوندي سیمو ته کډې وړي.
د شام له کوباني ښارګوټي خلک خوندي سیمو ته کډې وړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د شام په شمال کې کرد ځواکونو ته خبرداری ورکړی که چېرې په ټاکل شوي وخت له سيمي و نه وتل نو له سختې کارروايۍ سره به مخامخ شي.

رجب طیب اردغان د اکتوبر پر ۱۹مه، په تلویزوني وینا کې وویل چې که د وتلو پروسه د اکتوبر تر ۲۲مې بشپړه نه شي نو عملیات به بیا پېل کړي.

نوموړي دا هم وويل چې راتلونکې اوونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات کوي خو انقره به په هغه صورت کې خپل پلان عملي کوي چې د شام حکومت په هغو سيمو کې خپل ځواکونه ځای پرځای نه کړي.

د ترکیې حکومت د اکتوبر پر ۱۷مه له امریکا سره موافقه وکړه چې د اکتوبر تر ۲۲مې به د شام په شمال کې پوځي عملیات ودروي څو کرد ملېشه ځواکونه له دې سيمي ووځي.

د اور بند باوجود د اکتوبر پر ۱۹مه د ترکې ملاتړو شامي جنګيالیو او کرد ځواکونو ترمينځ نښتي شوي او دواړو خواوې پر يو بل له ډز بندۍ د سرغړونې تورونه لګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG