د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد له کپتانۍ لرې کړ


د پاکستان پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد.
د پاکستان پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد.

د پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد د کرکټ لوبډلې له کپتانۍ لری کړی او پر ځای یې اظهرعلي د ټېسټ او بابراعظم د شل اوريزه لوبډلو مشران ټاکلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د اکتوبر پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د يورځنيو مېچونو لوبډلې د کپتان فصله به راتلونکي کال د هالېنډ خلاف د سيريز پیل کېدو مخکې کوي.

دا په داسې کې ده چې په دې وروستيو کې د سرفراز په مشرۍ پاکستانۍ کرکټ لوبډلې په هېواد دننه د سريلانکا له هغه لوبډلې ماتې وخوړه چې زياتره لوبغاړي يې نوي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG