د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو پکتیکا کې د پنځو وسله والو د وژلو ادعا کوي


د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د اکتوبر پر۱۶مه شپه د یاد ولایت په جاني خېلو، وازېخوا او مرکز کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د اکتوبر پر۱۷مه د پکتیکا امینه قوماندانۍ د امنیت امر څارمن مسعود بابکر خېل مشال راډیو ته وویل، دوه وسله وال د مرکز اړوند د شرابت په سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې او درې وسله وال د جاني خېلو او وازېخوا په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په کمینونو کې وژل شوي دي.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG