د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه دې په شام کې عملیات ودروي: امریکا


په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات.
په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د امریکا یوه لوړ پوړې پلاوې د اکتوبر پر۱۶مه د شام په شمال ختیځ کې د ډزبندۍ په اړه د خبرو اترو لپاره ترکیې ته روان شوی.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغه سیمې د خپلو ځواکونو د ویستلو پریکړې دفاع کړی او د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې یې پر انقرې د زیات تاوان رسوونکو بندیزونو خبرداری ورکړی.

نوموړي باور وښود چې مرستیال ولسمشر مایک پينس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به په ترکيې کې کامیابه غونډه وکړي.

ترکیې ته تللې پلاوی به کوښښ کوي چې د انقرې لخوا په شام کې د یوې اوونۍ راهیسې روانو عملیات د ودرولو او د اوربند په هکله یوه معاهده وکړي.

انقرې دغه عملیات سیمه له کرد ځواکونو د پاکولو او د شامي مهاجرینو د بیا ابادکارۍ لپاره د یوې خوندي یا حایل سیمي ګرځولو په مقصد پیل کړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د خپل اټالوي سیال سرګیو ماتا ریلا سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې که خبرې اترې ناکامه شي نو بندیزونه، ټېکسونه او نور هغه څه چې دوی یې کوي او ورته به دوام ورکوي چې دا به د ترکیې اقتصاد ته سخت تاوان ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG