د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې سږ کال د مېوو او سبزیو حاصلات ۳۰٪ زیات شوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال د تازه مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په برخه کې۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې وزات ویاند اکبر رستمي د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، "د میوو او سبزیجاتو تر څنګ د غلو حاصلات هم زیات شوی."

د رستمي په خبره, یوازې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ فیصده زیات والی راغلی چې علت یې هم له بزګرانو سره د حکومت له لوري د منظمو برنامو شریکول دی.

د کرنې وزارت په داسې حال د تازه او وچو میوو د حاصلاتو لوړوالی خبره کوی چې اوس هم کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار نشتون د بزګرانو پر وړاندې یوه جدي اندېښنه ده.

XS
SM
MD
LG