د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو پر وسله والو بریالي ګوزارونه کړي: سکاټ میلر

د افغانستان له پوځي اکاډمۍ نوي فارغ شوي سربازان. ۲۰۱۹، ۱۳م اکتوبر
د افغانستان له پوځي اکاډمۍ نوي فارغ شوي سربازان. ۲۰۱۹، ۱۳م اکتوبر

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې وسله والو ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د ترهګرو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بیرته نیولې دي.

د ارګ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جنرال میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې کړي او د دغه هېواد د دولتي ځواکونو زیاتېدونکی ظرفیت او جنګي وړتیاوې یې ستایلي دي.

خبرپاڼې د جنرال میلر له خولې زیاته کړې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د وروستیو بریاوو سبب دی.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ چې "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی."

XS
SM
MD
LG