د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: روسیه د خلیج ترینګلتیاوو په کمولو کې رول لوبولی شي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې په سیمه کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته په خلیج کې د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مثبت رول لوبولی شي.

د ولسمشر پوتین دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ سعودي عرب ته د نوموړي تر سفر مخکې خپرې شوې دي.

نوموړي نن دوشنبه سعودي عرب ته ځي، دا تر یوې لسیزې زیاتې موده کې لومړنی ځل دی چې پوتین سعودي عرب ته سفر کوي.

په سوچي کې له یو شمېر عرب خبریالانو سره خبرو کې ولادیمیر پوتین د ریاض او مسکو د اړیکو په اړه وویل: "موږ سعودي عرب ته د یو دوست هېواد په سترګه ګورو، زه د سعودي له پاچا او وليعهد سره ښې اړیکې لرم، موږ تقریباً په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي."

ولادیمیر پوتین د خلیج له عربي هېوادونو او ایران سره د روسیې د ښو اړیکو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې په دې اړه چې د سپټمبر په ۱۴مه د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو تر شا د چا لاس دی، باوري معلومات نه لري، دې بریدونو په سیمه کې د سعودي او ایران ترمنځ کړکېچ لا زیات کړ او د تېلو بازارونه یې ګډوډ کړل.

په یمن کې حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، د دې بریدونو مسؤلیت ومانه، خو ریاض او واشنګټن یې پړه پر تهران اچولې.

ایراني چارواکو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG