د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیسور کې د "سرتېرو په ډزو" د ولسي وګړي وژنې ضد احتجاج


بنو - د شمالي وزیرستان په خیسور کې ګڼو خلکو د یوه ولسي وګړي تر وژنې وروسته احتجاجي مظاهره کړې.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د خیسور د خوشالي کلي کبیر خان د اکتوبر پر ۱۰مه څاروي څرول چې په وینا یې د پوځ په ډزو ووژل شو.

انتظامي او امنیتي چارواکو د اکتوبر ۱۰مې شپې مهال د نوم نه ښودو په شرط مشال را‌ډیو ته وویل، وسله والو د ګزمې پر مهال پر سرتېرو برید وکړ او پوځ چې ځوابي ډزې وکړې، نو کبیر خان ولګېد.

بېګناه سړی وو. په دردناکه طریقه وژل شوی دی.
محسن داوړ

په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن داوړ هم وايي چې د امنیتي سرتېرو او وسله والو د نښتې په اړه یې اورېدلي خو د پېښې مقدمه باید دایره شي او پلټنې دې وشي:

"ویل کېږي داسې چې د دوی (سرتېرو) او طالبانو په منځ کې راغلې وه خو دا سړی (کبیر خان) ورڅخه ډېر لرې وو. ده ورته اوازونه ورکړي دي. بېګناه سړی وو. په دردناکه طریقه وژل شوی دی."

داوړ وايي، له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې پولیس دې د پېښې پرچه دایر کړي.

د ده او د سیمې اوسېدونکو په وینا، انتظامیې ته یې د اکتوبر تر ۱۸مې پورې وخت ورکړی چې پلټنې وکړي او ککړ کسان ونیسي.

تر پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو د کبیر خان د ماشوم زوی ویډیو خپره شوې چې پکې هغه ویلي چې پلار یې له لاسه نیولی وو چې پوځ ډزې وکړې، هغه ولګېد او دی وتښتېد.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د ویډیو د کره والي تصدیق نشي کولای.

د پېښې په غبرګون د سیمې خلکو احتجاج پیل کړ او د کبیر خان مړی یې میرلي ته پر تلونکي سړک ایښی وو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، حکومت دې پلټنې وکړي چې دا پېښه څنګه شوې او ولسي وګړی ولې ووژل شو.

دوی د انتظامیې تر ډاډ وروسته احتجاج پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG