د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار کې ځايي خلکو ۲۹ تنه مشکوک وسله وال نیولي


د کورمې په پاړه چينار کې ځايي خلکو ۲۹ مشکوک وسله وال نيولي او امنيتي ځواکونو ته یې سپارلي دي.

يوه ځايي کس د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دې کسانو په مهدي اباد کې د غوزګړي پر مرکزي لار د ګاډي ټاير بدلاوه چې ځايي خلکو ونيول.

د کورمې پولیسو ډي پي او رحيم شاه نن مشال راډيو ته ومنله چې مشکوک کسان نيول شوي خو هغه زياته کړه چې لا تر اوسه مالومه نه ده چې دا خلک څوک دي او تحقیقات ترې روان دي.

پر ټولنیزمو مطبوعاتو ځيني تصويرونه خپاره شوي چې دا کسان طالبان ښکاري خو چارواکو یې پخلی نه دی کړی.

ياده دې وي چې کورمه له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته ده چې وخت ناوخت پرې وسله وال اوړي رااوړي.

افغان چارواکي تور پورې کوي چې طالبان د پاکستان له خاورې پر دوی د حملو لپاره ورځي خو پاکستاني چاواکي دا ردوي.

XS
SM
MD
LG