د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د نیمې وچې لپاره د القاعده مشر وژل شوی


افغان چارواکو ويلي دي چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې مشر عاصم عمر د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوی.

عاصم عمر د سېپټېمبر پر ۲۳ مه د هلمند په موسا کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه مرکز کې د عملياتو پرمهال وژل شوی وو.

د افغانستان ملي امنيت ويلي دي چې عمر پاکستانی وو ،البته ځينې راپورونه وايي چې هغه په هند کې زېږېدلی وو. عاصم عمر د القاعده له شپږو نورو غړو سره وژل شوی چې زياتره يې پاکستانيان دي.

په افغانستان کې امريکايي ځواکونو پر دې اړه له څه ويلو ډډه کړې. امريکا چې له طالبانو سره يې دامهال د سولې خبرې ولاړې دي، له طالبانو سره پر دې سلا شوې وه چې که طالبان د دې ضمانت ورکړي چې دوی به د القاعده او داعش په څېر وسله والې ډلې نه پالي نو دوی به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG