د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مظاهره چیانو د تشدد پلټنې کوو: عراق ولسمشر


د عراق ولسمشر برهام صالح.
د عراق ولسمشر برهام صالح.

د عراق ولسمشر برهام صالح وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد له یوې اوونۍ د کمې مودې په مظاهرو کې له ۱۰۰و زیات کسان ووژل شول، د مظاهره چیانو خلاف د تشدد غندنه کړې ده.

له هغې وروسته چې په ۲۰۱۷زکال کې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ماتې اعلان وشو، دا تر ټولو مرګونې مظاهرې او د وزیر اعظم عادل عبدالمهدي حکومت ته لومړنی لوی چیلنج ګڼل کېږي.

هغه یو کال مخکې اقتدار ترلاسه کړی وو.

د اکتوبر پر اوومه په تیلېویزون د وینا پر مهال ولسمشر صالح د درغلیو او اداري فساد د ختمولو او خلکو ته د نوکریو او ښو خدمتونو د ورکولو لپاره د یو لړ اقداماتو اعلان هم وکړ.

دا هغه څه دي چې په عراق کې یې مظاهره چیان غوښتنه کوي.

عراقیان له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د موجود سیاسي نظام د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د عراق ولسمشر دا هم وویل چې د مرګوني تشدد په اړه به پلټنې ژر پیل شي.

د نوموړي په وینا د هېواد اساسي قانون خلکو ته د مظاهرو او د بیان د ازادۍ حق ورکوي.

XS
SM
MD
LG