د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشاه کالج کې د پښتو زده کړې په ټپه درېدلې


میرامشاه کالج

د شمالي وزیرستان میرامشاه د پوسټ ګرېجوېټ کالج زده کونکي او استادان وايي چې سږ کال د یولسم او دیارلسم ټولګي داخلې وشوې خو په پښتو څانګه کې یوه زده کونکي ته هم په پښتو کې د ډګرۍ اخېستلو لپاره داخه نه ده ورکړل شوې.

دوی زیاتوي چې د میراشاه کالج د پښتو ژبې یوازینی پروفیسر هم بنو ته بدل کړل شوی دی.

پروفیسر تاج محمد مسود چې میرامشاه کالج کې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د پښتو څانګی پروفیسر وو، تور پوری کوي، چې د کالج اعلا واکمن نه غواړي، چې کالج یې وغوړېږي. دی وايي چې پښتو کې د زده کونکیو مخه په شعوري توګه نیول شوې ده او دی یوازینی پروفیسر وو، چې له کالجه بدل کړل شو او پرځای یې بل استاد هم نه دی ګومارل شوی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې پروفیسر تاج محمود مسودو وویل، دی له ۱۹۹۸ز کال راهیسې په میرامشاه کالج کې د پښتو ژبې استاد وو. په سلګونه زده کونکي به په یولسم، دولسم، دیارلسم او څوارلسم ټولګي کی

د میرامشاه کالج د پښتو ژبې پخوانی استاد پروفیسر تاج محمد مسودو وايي، په لوی لاس د پښتنو مورنۍ ژبه پښتو، ودې او پرمختګ ته نه پرېښودل کېږي.


ول. د نوموړي په خبره دلته په سیمه کې له پوځي عملیاتو سره په مجموعو کې د زده کونکیو تعلیمي لړۍ اغېزمنه شوه خو سږ کال بیا یوه زده کونکي ته هم په پښتو کې داخله ور نه کړل شوه، د ده په وینا په لوی لاس د پښتنو مورنۍ ژبې پښتو، ودې او پرمختګ ته نه پرېښودل کېږي.

پروفیسر زیاتوي چې په نورو څانګو کې داخلې کېږي او په پښتو کې یو زده کونکی هم داخل نه شو. کالج ته بل استاد ور نه کړل شو، سره له دې چې په دې کالج کې د ۱۹ ګرېډ درې پوسټونه هم خالي پراته دي. زده کونکي په شعوري توګه له پښتو ژبې پرېکول کېږي.

د میرعلي اوسیدونکی اسرار خان چې له میرامشاه کالجه یې په پښتو کې زده کړې کړې او اوس په پښتو ژبه کې ماستري (اېم فیل) کوي، وايي چې ځوان کهول یې له خپلې مورنۍ ژبې لیرې ساتل کېږي.

(که یو قام غواړي چې نړۍ ته ځان وروپېژني نو بهتره لار مورنی ژبه ده، نو باید پښتو ژبې ته ځانګړې پاملرنه ورشي، موږ د کالج له پرنسپله غوښتنه کوو، چې پښتو څانګې لپاره زغرده استادان وګوماري که د پښتونخوا په نورو کالجونو کی په عارضي بنیاد استادان اخېستل کېږي، نو د میرامشاه کالج لپاره دې یې هم واخلي، چې پښتو څانګه او د کالج نورې څانګې فعاله شي.)

د میرمشاه کالج پرنسیپل ایوب رحمان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، داسې هېڅ خبره نشته چې پښتو څانګه دې په شعوري توګه چا ته داخله نه وي ورکړې. نوموړي ډاډ وښود چې ډېر زر له پښتو څانګې سره سره د کالج ټولې څانګي فعالې شي. دی زیاتوي د مستقل او عارضي استادانو ګومارلو لپاره یې د تعلیم وزارت ته خپله غوښتنه رسولې ده. د پرنسیپل وینا وه چې له پوځي عملیاتو پس یې د کالج تدریسي بهیر زښته ډېر اغېزمن شوی دی خو اوس یې له ارمي او سیول ادارې سره غونډې کېږي او د کالج رغونې لپاره یوه لویه منصوبه ورکړل شوې ده.

د میرامشاه کالج اوسني او پخواني زدهکونکي غوښتنه کوي چې د دوی د کالج په فعالو باندې دې د تعلیم څانګه خصوصي توجه ورکړي او ځانګړي ډول پښتو څانګه چې دومره لاندې کچې ته راغلې، د معیار ښه کولو لپاره دې سمدستي پروفیسر وګومارل شي.

تبصرې وګورئ (۱)

XS
SM
MD
LG