د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور فعالان له بنده خوشې شول


پښتون تحفظ غورځنګ د خپلو غوښتنو لپاره لویې جلسې کړې دي
پښتون تحفظ غورځنګ د خپلو غوښتنو لپاره لویې جلسې کړې دي

پېښور ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور فعالان ډاکټر عبدالحۍ وزیر او اسماعیل مسود د اکتوبر پر پنځمه د پېښور له مرکزي زندانه په ضمانت خوشې شول.

د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د شمالي وزیرستان استازو محسن داوړ او میرکلام وزیر ترڅنګ د یاد غورځنګ نورو پلویانو د زندان په دروازه کې د دوی هرکلی وکړ.

محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې د هغوی دغه دوه ملګري د سایبر کرایمز [انټرنیټي جرمونو] په بنیاد نیول شوي وو:

"دا دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ تکړه ملګري دي. دوی د پېښور های کورټ په امر پر ضمانت خوشې شول. په دوی باندې د سایبر کرایمز لاندې پرچې کټ شوې وې."

نوموړی وايي، د دوی ګڼ نور ملګري اوس هم په جېلونو کې دي چې دوی یې د خوشې کولو لپاره پر قانوني لارو چارو غور کوي. هغه په دغو ملګرو کې د عارف وزیر، بلال مسود، ملا بهرام او ملا طاهر نومونه واخېستل.

"موږ د دې خاورې د ژغورنې قسم خوړلی دی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00

خپله محسن داوړ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د شاوخوا څلور میاشتو د بند د سزا تېرولو وروسته د سېپټمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شول.

اسماعیل مسود د اګست پر ۲۴مه له اسلام اباده او ډاکټر عبدالحۍ د اګست پر ۲۶مه له حیات اباد څخه نیول شوي وو.

پښتون تحفظ مومنټ وايي دوی د خپلې خاورې او خلکو د حقونو لپاره سولییزه هلې ځلې کوي. خو بل پلو د دوی د یو شمېر مشرانو خلاف په عدالتونو کې بیلابېلې مقدمې روانې دي.

د پاکستان امنیتي ادارې او حکومت وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملک د ادارو خلاف د دوی په وینا ناسمه ژبه کاروي او په ملک کې انتشار خوروي.

XS
SM
MD
LG