راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د کارکوونکو کمولو امر کړی دی.
دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت شورا له کار سره تړلي د خفیه شکایتونو د مواخذې له پلټنو سره مخامخ دی.
بلومبرګ ورځپاڼې د اکتوبر پر څلورمه خبر ورکړ چې د ملي امنیت شورا په عمله کې کموالی راوستل به د عادي طریقې له لارې کېږي.
د امریکا په ملي امنیت شورا کې دا مهال ۳۱۰ کارکونکي دي. دا یوه اصولي اداره ده چې ولسمشر یې له ملي امنیت سره د تړلو مسلو، پوځي معاملو او له سلاکارانو او د کابیني له چارواکو سره د بهرنۍ پالیسۍ د پرېکړو په اړه د بیا کتنې لپاره کاروي.
بلومبرګ ورځپاڼې دا خبره د هغو پنځو تنو په حواله کړې چې د عملې د کمولو له معاملې خبر دي خو سپینې ماڼۍ لا تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.