د افغانستان دفاع وزارت وايي په تخار ولایت کې د کوکچې شاوخوا ولسوالۍ د اکتوبر پر څلورمه په بشپړه توګه له وسله والو مخالفینو پاکه شوې ده.
په تخار کې پوځي عملیات له شپږو ورځو راهیسې روان دي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي مشال راډيو ته د شمېر له یادولو پرته وویل چې په دې پوځي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته زیاته مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په تخار کې د دغو پوځي عملیاتو پر مهال د افغان پوځیانو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو پرون د تخار د والي ویاند جواد هجري مشال راډيو ته وویل چې درې افغان پوځیان تر دې دمه وژل شوي.