د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ډېنګي ناروغانو شمېر تر شل زرو واوښت


د سوات په یوه روغتون کې د ډینګي ناروغان. ۲۰۱۳ز کال
تصویر له ارشیفه
د سوات په یوه روغتون کې د ډینګي ناروغان. ۲۰۱۳ز کال تصویر له ارشیفه

پراګ ـ د پاکستان روغتیا محکمې چارواکي وایي، د ډینګي تبې د مخنیوي لپاره یې ګامونه تیز کړي خو لا هم په پینډي، اسلام اباد او د دې ترڅنګ په خېبر پښتونخوا، سیند صوبه او په تېره بیا په کراچۍ کې ورځ تر بلې په ډینګي اخته کېږي.

په اسلام اباد کې د روغتیا ملي ادارې (این ای اېچ) یو لوړپوړی چارواکی وایي، سږ کال د ډینګي رنځ د ۲۰۱۱ز کال کې له راغلي څپې وروسته تر ټولو لویه هغه ده.

د یادې ادارې ویاند رانا محمد صفدر د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، له تېرې هفتې راهیسې د ډینګي په رنځورانو کې کمی راغلی خو بیا هم زرګونه خلک پرې اخته دي.

"تر پرونه د راغلیو مالوماتو ترمخه له شلو زرو زیات کسان په ډینګي اخته دي. په دې کې نزدې نیمايي مریضان د پوټوهار سیمې یعنې پنډۍ او اسلام اباد خلک دي."

تر پرونه د راغلیو مالوماتو ترمخه له شلو زرو زیات کسان په ډینګي اخته دي. په دې کې نزدې نیم مریضان د پوټوهار سیمې یعنې پنډي اسلام اباد خلک دي.
رانا محمد صفدر

صفدر وویل له دې ناروغۍ تر اوسه ۳۴ کسان مړه شوي هم دي.

ډینګي یو داسې ناروغي ده چې جراثیم یې له یوه ناروغ څخه بل ته د یو ډول ماشي په ذریعه انتقالېږي. دغه ماشی په پاکو اوبو کې وي. ډینګي تبه په ۱۹۹۴ز کال کې په لومړي ځل پاکستان کې ګډه شوه او له هغې وروسته وخت په وخت دغې ناروغۍ د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې ګڼ خلک وځپل.

په خېبر کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) ترمخه په ۲۰۰۵ ز کال کې ډینګي ناروغي په پاکستان کې په ناڅاپي توګه زیاته شوه او په کراچۍ کې یې سلګونه کسان اغېزمن کړل.

په ۲۰۱۱ز کې په پنجاب صوبه او په تېره بیا په لاهور کې دغه رنځ له ۲۵ زرو زیات خلک وځپل چې نزدې ۳۰۰ کسان یې ووژل.

په ۲۰۱۷ز کې په خیبر پښتونخوا کې له ۱۴زرو زیات کسان په دغه رنځ اخته شوي ول، په دوی کې پنځوس تنو یې ژوند وبایلود.

سږ کال د ډینګي څپې ته په کتو حکومت د ناروغۍ مخنیوي لپاره ځینې بېړني اقدامات وکړل.

رانا محمد صفدر وایي، له تېرې هفتې راهسې د ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی.

"زموږ کوشش دا وي چې لومړی د ناروغ زر تر زره درملنه وکړو او دوهم چې مریض له کومې سیمې راوړل شوی وي، زموږ د ډینګي ضد ژغورنکې ډلې د مریض کور ته ورځي او څلور طرفه یې پلټنه کوي تر څو نور خلک وژغورل شي."

صفدر وایي، ډینګي د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې خوره ده او د سیمې په هېوادونو لکه په بنګله دېش، سري لنکا، فلپاین، نیپال او وېتنام کې هم وخت په وخت خلک ځپي.

د تېرې سېپټېمبر میاشت په وروستۍ هفته کې حکومت اعلان کړی و، چې د سرکاري هسپتالونو ترڅنګ د اسلام اباد په شخصي هسپتالونو کې یې هم یو زر بسترې د ډینګي ناروغانو ته ځانګړې کړي دي. همدا راز یې دوې ټلېفوني بېړنۍ لیکې (هاټ لاینونه) ورته ځانګړي کړي چې ترې خلک د ډینګي په اړه مالومات ترلاسه کوي. همدا راز د روزانه پر بنیاد د ناروغۍ د جاج اخیستو لپاره یې یو مرکز هم فعال کړی دی.

XS
SM
MD
LG