د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له ډینګي سلګونه کسان نارووغه


ډینګي ناروغان له نورو جلا ساتل کېږي
ډینګي ناروغان له نورو جلا ساتل کېږي

د سېپټمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې یوې خبری غونډې ته په وینا کې د صحت لپاره د وزیر اعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر ظفر میرزا وویل د ناروغۍ د قابو کولو لپاره هڅې کوي خو ویره ده چې دا نوره هم خوره شي.

نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې د ډینګي وایرس له کبله د ناروغانو شمېره ۲۲۶۰ ته رسیدلې خو تر ټولو ډېر کسان يې په کراچۍ او پنډۍ کې ځپلي دي.

بلخوا ډاکټران او ځايي خلک دغه شمېره زياته ښايي.

د پنډۍ بي نظيربټو روغتون مشر، ډاکټر رفيق احمد اې پي خبري اژانس ته ويلي دي چې يوازې پرون ورته ۱۰۸ ناروغان وړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG