د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: افغان سربازانو له طالب زندانه ۱۳تنه ازاد کړي


افغان کومانډو ځواک وايي، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د طالبانو له یوه زندانه ۱۳بندیان ژغورلي دي.

د کومانډو د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې د اکتوبر پر څلورمه سهار خپره شوه، وايي چې دا کسان د نهر سراج ولسوالۍ په دین محمد کلي کې د طالبانو پر زندان د عملیاتو پرمهال راخوشې شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواک په وروستیو څو میاشتو کې لسګونه ولسي وګړي او افغان سرتېري د ترهګرو له ظلم څخه ژغورلي دي او دې کار ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG