د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د جګړې اتلان ډېر دي د سولې اتل غواړو'


د ترینکوټ په شاه منصور کلي کې ماشومان ښوونځی نه لري
د ترینکوټ په شاه منصور کلي کې ماشومان ښوونځی نه لري
د اوروزګان یونلیک
بلال سروري
ازاد خبریال

د یوه داسې ځای لیدو پر لور چې په تېرو دوه نیمو لسیزو کې یې بې سارې قربانۍ ورکړې او لاهم پکې د جګړو لړۍ نه ده شلېدلې.

د ځمکې له لار ې ورته تګ ناشونی دی، درې کاله کېږي چې ورتلونکې لویه لاره یې د طالبانو په ولکه کې ده او دولتي مامورین پرې هېڅ تګ راتګ نشي کولای. که څه هم پخوا د ځمکې له لارې ورغلی وم او بیا مې هم هیله درلوده چې ولاړ شم خو اجازه رانکړل شوه. بالاخره مجبوره شوم چې د کام ایېر په هغه الوتکه کې ولاړ شم چې په اونۍ کې دوه ځله ورته تګ راتګ کوي.

سهار نېږدې اتنیمې بجې وې چې الوتکه د اوروزګان حدوداتو ته ورننوته، له هوا څخه د اوروزګان دنګ غرونه، ځینې شاړې دښتې او ځېنو ځایونو کې لږې لږې زرغونې سیمې هم لیدل کېږي. په ترینکوټ کې الوتکې ارتفاع ټیټه کړه، زرغونتیا یو څه رانږدې شوه، شنې ونې او باغونه مې هم تر سترګو شول. له الوتکې څخه په کوزېدو سره مې دغه زرغون طبعیت ته اوښتی پام د پوځي توپونو غږونو واړلو، هېڅ پوښتنه مې ونکړه چې دا غږونه ولې دي؟ په خبریالۍ کې زه معمولاً له دا ډول حالت سره ځکه عادي شوی وم چې د پوځي عملیاتو‌ په شدت کې به دا کار حتمي کېده.

له هوايي‌ ډګره په وتو مې تور او سپین پټکي تړلي کسان لیدل، ان د ترینکوټ بازار کې له انسانو موټرسایکلې ډېرې تر سترګو کېدلې چې خلک پرې ګرځیدل راګرځیدل.په اصلي افغاني لباس او له غروره ډکو شملو کې مې دنګ دنګ انسانان داسې وکتل چې له څېرو یې خوښۍ لوټل شوې وې، هرې څېرې، هر دنګ زلمي او د هر سپین ږیري حالت د جګړې بد تصویر راته تشریح کاوه.

زه غرمنۍ ته د اوروزګان پخواني امنیه قوماندان او د دې ولایت تر ټولو با نفوذه شخصیت مطیع الله خان کور ته ولاړم چې څو کاله دمخه په کابل کې په مرموز ډول وژل شوي وو. په یوه لویې کلا کې د هغه زوی فرید خان راته هر کلی وکړ. نوموړی له رسنیزو فعالیتونو سره بلد ځوان دی او په سیمه کې یوه سیمه ییزه راډیو لري چې له خپلې کلا یې نشرات کوي.

زه معمولاً چې چرته ولاړ شم خوشالېږم چې تکلف ونشي، د یوه مېلمه په توګه راسره څوک په تکلیف نشي، نو دا غرمنۍ ځکه راته خوندوره وه چې له بېنډیو او بانجانو سره ګرده کندهار ډوډۍ چې پاستي بلل کېږي.

په ترینکوټ ښار کې په لومړۍ شپه مې د ډرون غږونه واورېدل، د درنو او سپکو وسلو غږونه هم اورېدل کېدل، داسې ښکارېده چې جګړه ښار ته بېخي نږدې ده. د شپې راته یوه کس ډاډ راکړ چې ارام اوسه، دا دلته معمول دی او ما ورته په خندا زیاته کړه چې زه له دې حالت سره بېخي بلد یم. د هېواد ډېرو ولایتونو ته تللی یم، د جګړې تر دې بد شدت مې هم له نږدې لیدلی او د یوه افغان په توګه له دې حالت سره متاسفانه چې عادي شوی یم.

عبدالمحمد د خپل وژل شوي ۱۷ کلن زوی میرزا خان تصویر نیولی
عبدالمحمد د خپل وژل شوي ۱۷ کلن زوی میرزا خان تصویر نیولی

سبا په غرمه ناوخته له یوه سور سپین سړي سره مخ کېږم، توره پاجداره لونګۍ یې په سر وه او شنو سترګو کې یې د درد څپې ښکاریدې. ۶۵ کلن عبدالمحمد د ترینکوټ په څنډو کې د پروت بولاغ کلي اوسېدونکی دی چې د درې زامنو ویر یې لا هم کور کې تازه دی. کیسه یې راته کوله چې اوه کاله وړاندې د لوی اختر په دویمه ورځ یې په کور قیامت جوړ شو، د درې زامنو جنازې یې په کور ورننوتې. پینځلس کلن حمیدالله، شپاړس کلن نور اغا او ۱۷ کلن میرزا د خپل کلي څخه لیرې د اغا صاحب مېله ځای ته روان وو چې د سړک غاړې ماین پرې چاودېدلی و او ځای پر ځای پکې درې واړه وروڼو ژوند وبایلود.سپین ږیری پلار یې پر ټلېفون خبرېږي، د ترینکوټ مرکزي روغتون ته ځي او هلته په وینو کې لت پت خپل درې زامن ګوري چې حواس بایلي. کړیکې وهي، له جګړې فریاد کوي، د خپلو بې ګناه بچیانو د وژل کیدو علت پوښتي او خپل غربت ته هم ژاړي، خو هېڅوک ورته ځواب نه لري.


هغه ځواب چې لا هم د جګړې په ټولو اړخونو کې د وژل شويو افغانانو کورنیو نه دی ترلاسه کړی، په تېرو لسیزو کې او اوس هم هره ورځ دا حالت په کليو او بانډو کې تکرارېږي، خو د عبدالمحمد د پوښتنو په څېر د هرې دردیدلې کورنۍ پوښتنو ته لا هم هېڅ ځواب نشته.

اوس هم هره ورځ د عبدالمحمد مېرمن د خپلو معصومو اولادونو انځورونو ته ژاړي، بې هوشه کېږي، ان د خپل پردي ښادۍ ته له دې کبله نشي ورتللای چې د خپلو اولادونو خوښۍ یې لوټل شوي او بیا په داسې حالتونو کې یې نېغ نېغ سترګو ته کېږي.

په همدې مازیګر له فرید خان، ملک ناني او یو څو نورو دوستانو سره د ترینکوټ ښار اړوند شاه منصور سیمې ته ولاړم. دا په اوروزګان کې تاریخي مېله ځای و خو اوس یې زرغونه چمنونه خزان دي او د اوبو یو پمپ هم په مرمیو لګیدلی چې له کاره لویدلی. شاه منصور کې کورونه ویجاړ دي،‌ خلک کډه شوي، په پاخه سړک هېڅوک نشته او د جګړې نښې د کورونو تر څنګ په شنډو شویو ونو کې هم ښکاري. دلته پخوا د انارو، بادامو او اینځر باغونو تر څنګ د ښایسته رڼو اوبو چینې وې چې اوس پکې اوبه هم وچې شوي دي.

د ترینکوټ یو اوسېدونکی له خپل زوی سره
د ترینکوټ یو اوسېدونکی له خپل زوی سره

همدلته د پاخه سړک تر غاړې د دوو کوچنیو هلکانو او یوې کوچنۍ نجلۍ چې په غالب ګومان پینځه کلنه به وه، په منځ کې یو تور بخنی سړی چې کندهارۍ خولۍ یې پر سر وه په منځ کې ناست و. مخې ته یې د چایو دوه ترموزونه ايښي ول او له موږ سره یې ښه ټینګ روغبړ وکړ. خپله د چای پیاله یې کنګاله کړه،‌ ما ته یې چې څنګه پیاله رامخکې کړه ؛نو همدا وخت د یو ماین چاودنې غږ شو چې زموږ په یو کېلومېټرۍ کې به و. دا سړی هېڅ له ځایه ونه خوځید، موږ خبریالان بیا معمولاً عادت یو چې د پېښې پوښتنه وکړو چې چرته ده او څه کیسه ده؟ ؛خو دلته مې داسې ونکړل. دې سړي راته وویل، چې د شاه منصور دا سیمه د جګړې لومړۍ کرښه ده، هر وخت له دې ځایه طالبان د ترینکوټ ښار ګواښي او دوامداره جګړې کوي. زموږ ډېری کلیوالو کورونه پرېښي دي ؛خو زه ناچاره یم او بل ځای نه لرم چې ولاړ شم ؛نو مجبور یم همدلته پاتې شم. پوښتنه مې وکړه چې اولادونه دې مکتب ته ځي؟

د ترینکوټ شاړ بڼ (مېله ځای)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:37 0:00

هغه وویل: "نه، دلته مکتب نشته او یوازې یوه مدرسه لرو چې زما بچیان او ټول کلیوال پکې دیني سبقونه وايي. دا مدرسه هم نږدې وه، راسره یو ځای ولاړ،‌ هلته په مسجد کې به د کلي شاوخوا شل تنه کوچنیان د دیني زده کړو لپاره راټول وو او د عصري زده کړو لپاره یې هېڅ امکانات نه لرل."

په بیرته راګرځېدو کې مو د سړک تر غاړې په پټیو کې کروندې ولیدې، د ویالو او یا رودونو اوبه نه وې ؛خو د پټیو په منځ کې د سولرو ښیښې لیدل کېدې چې له ژورو څاه ګانو یې پټي اوبه ول.

د ملک محمدزي په نامه له یوه قومي مشر سره اشنا شوم چې د بولاغ سیمې پورې تړاو لري. د هغه شل کلن زوی سردار محمد په پولیسو کې دنده لرله او څو کاله وړاندې د واده په شپه د سړک غاړې په ماین چاودنه کې ووژل شو. ما ته یې چې دا کیسه کوله ویل یې، لاسونه یې په نکریزو سره وو،‌ کور کې هم هره خوا خوشالي وه، لوڼې مې هم له لیرې ځایونو د ورور واده ته راغلې وې ؛خو....

د بولاغ قومي مشر ملک محمدزي زوی د واده په شپه د ماین چاودنې وواژه
د بولاغ قومي مشر ملک محمدزي زوی د واده په شپه د ماین چاودنې وواژه

نورې یې خبرې بندې شوې، هک پک شو، سترګې یې له اوښکې ډکې وې او ما هم نورې پوښتنې ونه غځولې. لږه شېبه وروسته یې راته وویل، چې جګړه ؛خو ډېر اتلان لري، اوس باید افغانستان د سولې اتل پیدا کړي چې دا جګړه او کشت و خون بند کړي.

له ترینکوټ څخه د لوړ سرخوم پر سړک تېرېدم، ‌هغه سړک چې ځای ځای ماین چاودنو ویجاړ کړی دی. یو ځای مې ولیدل چې پولیس د ونې تر ساړه سیوري لاندې راډیو اوري او چای یې هم مخې ته ایښودی دی.

ورښکته شوم، روغبړ مو وکړ، یوه یې په مخابره کې له طالبانو سره توندې خبرې تبادله کولې او دا مالومه شوه چې دلته د جګړې دواړه غاړې د یوې سیمې دي.

یک لینګه له ترینکوټ ښاره په موټر کې کابو یو ساعت لیرې یوه سیمه ده. په دغه سیمه کې د یوه وسله وال طالب چې غرمه یې د واده مراسم تېر شوي وو په ماښام په جګړه کې ووژل شو او دا کیسه راته د هماغه سیمې یو قومي مشر وکړه.

د تنالې په نوم یو بل کلی دی، هلته داسې پېښه هم شوې چې یو ورور طالب بل یې دولتي عسکر و. دواړه په یو ورځ وژل شوي وو، څنګ پر څنګ یې په یوه هدیره کې او په یو وخت خاورو ته سپارلي دي.

ما په اوروزګان کې په دېوالونو د اوربند لیکل ولیدل، د جګړې له کبله مې نړول شوي ډېر کورونه او په زړونو مات ډېر مخونه ولیدل.

سره له دومره جګړو، دومره ویرونو او ناتارونو د اوروزګان په خلکو کې مېلمه پالنه او مینه بېخي ډېره ژوندۍ پاتې ده.که څه هم ما ته د اوروزګان دوستانو ډېره مینه او مېلمه پالنه راکړه ؛خو د تراژیدۍ له دې کیسو بېخي دا‌ ځل په مات زړه راووتم.

دې نتیجې ته ورسېدم چې خلک سوله غواړي، د جګړې بندښت غواړي، هر کلي کور ته د طالب، عسکر او ولسي افغان وګړي (ملکي) په نوم چې کومه جنازه ننوتې ؛نو تندرونه پرې پرېوتي دي. هر یوه ته د وطن په ژبه ساندې شوي، د همدې وطن مور پرې بوره شوې، ښځه پرې کونډه شوې او د همدې وطن د خاپوړو کوچنیان پرې یتیمان شوي دي. زه له دې فکرونو سره چې جګړه به کله ختمېږي د پوښتنو ځواب لپاره ګرځیدم ؛خو غږ شو چې الوتکه لس دقیقو کې د کابل هوايي ډګر کې ښکته کېږي.

XS
SM
MD
LG