د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د قبایلي ضلعو پارلماني څوکیو زیاتولو ږغ بیا اوچتوو'


د قبایلي ضلعو د پارلیمان ځنې غړي وايي د دې سیمو لپاره د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د چوکیو زیاتولو او په قامي اسمبلۍ کې موجوده چوکۍ پرځای ساتلو لپاره بل به یو وارې بیا اسمبلۍ ته وړاندې کوي.

له دې وړاندې دا بل له قامي اسمبلۍ منظور کړل شوی وو خو د قبایلي ضلعو د پارلیمان د غړیو په وینا چې د دې سیمو لپاره د صوبايي انتخاباتو په وجه دغه بل له سېنېټه منظور نه کړل شو.

لومړی دې دوی له اسلام اباده خپلې دوه سوه اربه روپۍ راوړي بیا دې د څوکیو زیاتولو خبرې کوي
شهاب الدین خان


د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ګلداد خان د نهې په ماسخوتن مشال راډیو ته وویل، دوی د قبایلي ضلعو د پارلیمان غړي د دې ضلعو لپاره په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې چوکۍ له شپاړلسو نه څلرویشتو ته رسولو او په قامي اسمبلۍ کې موجوده دولس چوکۍ پرځای ساتلو بل یو وارې بیا وړاندې کوي.

د نوموړي په خبره دوی په دې لړ کې له وزیراعظم عمران خان سره هم ملاقات کړې او له نورو متعلقه چارواکو او ګوندونو سره لیده کاته کوي چې د قامي اسمبلۍ سره سره په سېنېټ کې هم دا منظور کړل شي.

ګل داد خان زیاته کړه: (اول هم موږ د دې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وې خو هغه وخت د سپریم کورټ لخوا حکم وو چې ژر تر ژره په قبایلي ضلعو کې صوبای انتخابات وکړل شي او پاکستان تحریک انصاف ته دغه هم یوه لویه ستونځه وه او خلکو به تورونه پورې کول چې دوی انتخابات نه کول غواړي نو په دې وجه حکومت صوباي انتخابات په خپل وخت وکړل نو اوس هم زموږ هم هغه غوښتنه ده او موږ له وزیراعظم سره هم خبره کړې ده او په پېښور کې مو د قبایلي ضلعو پخوانيو د پارلیمان غړیو سره هم لیده کاته کړي او ټول په دې سلا دي چې دغه بل بیا وړاندې کړل شي نو اوس چې د قامي اسمبلۍ بله کومه غونډه ده په هغې کې به دا بل موږ وړاندې کوو او هیله ده چې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه به پاس شي.)

د پاکستان مسلم لیګ ن په مشرۍ حکومت د سرتاج عزیز د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په رڼا کې د پروسږ کال په مې کې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو پنځویشتم ايني ترمیمي بل منظور کړې وو.

د پاکستان مسلم لیګ ن له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شهاب الدین خان مشال راډیو ته وویل ترڅو چې فاټا اصلاحات سر ته رسېدلې نه وي او نور ګوندونه په اعتماد کې نه وي اخیستل شوي تر هغه ورته دا بل پاس کېدل ګران ښکاري:

(که دوی کوشش کوي او هغه بل راوړي نو اول خو دې د این ایف سي هغه سل اربه روپۍ راواخلي د دوی خو دا دوهم کال دی او په پارلیمان کې يې اواز هم اوچت نه کړو چې ګني هغه زموږ سل اربه روپۍ مو راکړې نه وي زموږ اصلاحات یو قدم هم مخکې نه شي تلای نو د هغه سل اربه روپو نه پام اړولو لپاره او بیا د افسرشاهۍ چې کوم چلونه دي او د ذاتي ګټو لپاره کوم خنډان پیدا کوي نو زه فکر کوم چې د توجه بل خوا اړولو لپاره یو نوی چل کوي. پکار دا ده چې اول هغه پنځویشتم ائیني ترمیمي بل عملي شي دا لا عملي شوې نه دې او دوي شپږویشتم آئیني ترمیمي بل راوړي او ترڅو چې د بلوچستان غوندې شاتې پاتې صوبې په اعتماد کې نه وي اخیستل شوي نو زه فکر کوم چې دا دې عمل د ځنډ بهانه ده او دا پاسېدل هم ګران دي.)

د روان کال د مي په دیارلسمه د قبایلي ضلعو د پارلیمان د غړیو محسن داوړ، علي وزیر او منیر خان اورکزي لخوا وړاندې کړل شوی د قبایلي ضلعو په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې چوکیو له شپاړسو څخه څلرویشتو ته زیاتولو او په قامي اسمبلۍ کې دولس موجوده چوکۍ پرځای ساتلو شپږویشتم آیني ترمیمي بل ټولو ګوندونو په متفقه توګه منظور کړی وو.

XS
SM
MD
LG