د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: پولیس او مظاهره چیان سره نښتي


په عراق کې مظاهره.
په عراق کې مظاهره.

د عراق چارواکي وايي، د هېواد په پلازمېنه بغداد او جنوبي ښار ناصریا کې د حکومت پر ضد د احتجاج پر مهال د امنيتي ځواکونو او احتجاجیانو ترمنځ نښتې شوې چې پکې دوه تنه وژل شي او لږ تر لږه ۲۰۰ ټپیان شوي دي.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په سلګونه کسان د پلازمېنې بغداد په تحرير څلور لاره کې ورغوڼد شوې وو او د درغلیو، بېروزګاری، خرابو ولسي خدماتو، د بجلۍ زیاتې بندیدو او د اوبو د کموالي خلاف یې احتجاج وکړ.

ځينو احتجاج کوونکو د پوځ د پېژندل شوي لیفټنینټ جنرال عبدالوهاب السعدي عکسونه هم له ځانونو سره راخیستي وو.

نوموړی په وروستیو کې د عراق د ترهګری ضد اداره کې له دندې لیرې کړل شوی وو چې پرې لانجه جوړه شوې ده.

د عراق چارواکي وايي، په ټپیانو کې ١٦٠ تنه ملکيان او ۴۰ امنيتي ځواکونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG