د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بايومټريک رايه موږ ته د منلو وړ ده: نورستانۍ


د دغه کميشن مشرې حوا علم نورستانۍ.
د دغه کميشن مشرې حوا علم نورستانۍ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن يو وار بيا ټينګار کوي چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو يوازې بيومټريک رايې د باور وړ دي.

د دغه کمیشن مشرې حوا علم نورستانۍ مشال راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.

نورستانۍ زیاته کړه: "د بايومټريک رايه موږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روشد همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلي وه او د درغلۍ د مخنيوي يوازنۍ لاره همدا ټکنالوژي وه. دا استثنا د ټولو کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نيول شوې ده".

د اکتوبر پر لوموړۍ د مشرانو جرګې رئيس عبدالهادي مسلميار وويل، د کميسيون مشرتابه به اړ کړي چې غير بايومټريک رايې هم وشمېري.

په عين حال کې د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي کابل ته به د رايو د صندوقونو او انتخاباتي موادو انتقال تر راروانې شنبه ورځ بشپړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې به د تلې په ٢٧مه او نهايي نتيجې د لړمپه١٦مه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG