د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۸ز کال کې پر ښځو د تشدد پېښې


د پنجاب د قصور زینب انصاري تر تېري وروسته وژل شوې وه
د پنجاب د قصور زینب انصاري تر تېري وروسته وژل شوې وه

رويټرز خبري اژانس د ۲۰۱۸ز په کلني راپور کې ويلي چې په ټوله نړۍ کې پر ښځو تشدد او د ناموسي وژنو په فهرست کې پاکستان پر شپږم نمبر دی.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې وایي ۲۰۱۸ز کال هم پر ښځو د تشدد په اړه له تېرو کلونو بدل نه وو، خو باید حکومت دې پر ښځو د تشدد او ناموسي وژنو خلاف قانون لا سخت کړي، او عملي دې یې هم کړي.

په ۲۰۱۸ز کال کې پر ښځو او نجونو د تشدد تر ټولو لویه پېښه د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب د قصور سیمې پر زېنب انصاري د جنسي تېري او د هغې د وژل کېدو وه. پر هغې پېښې په ټولنیزو رسنیو او نړیوالو مطبوعاتو کې هم زیاتې لیکنې وشوې او په پاکستان کې یې پراخې مظاهرې وپارولې.

د پاکستان مشر قاضي میا ثاقب نثار د دې پېښې نوټس واخیست.

عدالت د زینب وژونکي عمران علي ته د مرګ سزا واورله او نوموړی د اکتوبر پر ۱۷مه په لاهور کې په دار وځړول شو.

د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې د خیبر پښتونخوا په مردان کې یوه بله ماشومه اسما هم تر جنسي تېري وروسته ووژل شوه، او هم په دغه میاشت په کواټ کې دوو کسانو د طب یوه زده کوونکې عاصمه راني له رښتې د انکار له وجې وویشته.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې وایي باید حکومت پر ښځو د تشدد او د ناموسي وژنو خلاف سم قانون جوړ کړي او په عملي کولو کې دې یې هېڅ ناغېړي یا غفلت نه کوي.

دا ادارې وايي، اکثر د پت او ناموس په نوم په وژنو کې ککړو کسانو ته سزاګانې نه ورکول کېږي.

همدا موضوع مو په تاندې هیلې خپرونه کې څېړلې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

بشپړه خپرونه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG