د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د زينب قاتل ته څلور ځلې د مرګ سزا واورول


نن [شنبه] په لاهور کې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت پر اووه کلنې ماشومې زېنب انصاري د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور نيول شوي ملزم عمران علي ته څلور ځله د مرګ سزا واورول.

د پنجاب حکومتي وکیل قادر احتشام د عدالت له پریکړې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې عمران علي ته په څلورو بېلا بېلو مواردو کې د مرګ سزاوې وارول شوې.

((عمران علي ته لومړی له دې کبله د مرګ سزا واورول شوه چې هغه یوه ماشومه وژلې وه. دویم ځل د مرګ سزا د ماشومې د تښتونې وه. دریم، هغه پر ماشومې جنسي تېری کړی و او څلورم دا چې هغه له ماشومې سره ناوړه چلن کړی و.))

نوموړی زياتوي عمران ته د ماشومې د مړي خرابولو په جرم هم د ۱۰ کلونو د بند او ورسره د جرمانې سزا واورل شوه.

احتشام قادر وايي، د زینب قاتل پر نهو نورو ماشومانو نجونو هم جنسي تېرې کړی وو چې په هغوی کې دوې ژوندۍ دي او اووه وژل شوي وې. نوموړي د عمران علي د اپيل په اړه وویل چې قاتل د اپیل لپاره ۱۵ ورځې وخت لري.

بلخوا د زینب پلار حاجي محمد امين انصاري د عدالت پر دې پرېکړې د خوشحالۍ او اطمینان څرګندونه کړې ده. نوموړي له عدالتې پریکړې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې مجرم ته دې د خلکو په مخکې په ډاګه سزا ورکړل شي.

د احتشام قادر په وینا، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تاریخ کې پر ساینسي بنیادونو یو کس مجرم پېژندل شوی او هغه ته سزا اورول شوې وي.

زېنب انصاري د پنجاب په قصور ښار کې د روان کال [۲۰۱۸م] د جنورۍ په څلورمه نېټه لادرکه شوه او د همدې مياشتې پر نهمه نېټه يې مړی پر يو ډېران وموندل شو.

سپريم کورټ د دې پېښې ازخودنوټس اخیستی وو او وروسته پوليسو عمران علي په دې تور ونيوی.

د زينب د پېښې په تړاو د ۱۱۵۰ کسانو د ويني نمونې اخيستل شوې وې چې وروسته د تورن کس عمران علي وينه د پېښې له ځای سره د موندل شوې وينې له نمونې سره سمون خوړلی وو.

د پنجاب پوليسو د جنورۍ پر ۲۳مه د عمران علي د نيولو اعلان وکړ. عدالت پر فبرورۍ پر ۱۲مې نېټې پر هغه فرد جرم ولګاوه او د همدې مياشتې پر ۱۵مې نېټه د دې مقدمې اورېدنه تکميل شوه.

XS
SM
MD
LG