د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر: ۲۰ زره ماشومان په ښوونځيو کې داخل کړل شوي


د قبايلي سيمې خېبر اېجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې سيمې ته د بې کوره شوو کډوالو تر راستنېدو وروسته دوی په ښوونځيو کې د ماشومانو د داخلولو لړۍ پېل کړې چې تر دې دمه يې ۲۰ زره ماشومان داخل کړي دي.

د خېبر اېجنسۍ د تعليم محکمې مشر عبدالروف مشال راډیو ته ويلي چې د لوړ پوړو چارواکو لخوا دوی ته ورکړل شوی هدف يې تر ډېره حده پوره کړی دی.

(( مونږ ته د فاټا د تعلیم د څانګې لخوا د روان کال تر اخره پورې د ۲۷۰۰۰ زده کونکو د داخلولو هدف راکړل شوی و خو په نیمایي کال کې مو تر اوسه پورې ۲۰۰۰۰ زده کونکي داخل کړي دي او ډير ژر به دا پاتې هدف هم د دغه کال تر پوره کېدو مخکي نه مخکي پوره کړو. ډېر کډوال ماشومان بیرته راروان دي))

نوموړي زیاتوي، په خېبر اېجنسۍ کې چې کوم سرکاري ښوونځي وسلوالو وران کړي وو، د هغوی پر بیا رغولو هم کار روان دی.

په باړه کې د یو سرکاري ښوونځي ښوونکی شاهد علي اپریدی وایي چې سکولونه پرانيستل شوي دي او زده کونکي ورته په ګڼ شمېر کې ور روان دي. خو د نوموړي په وينا له بنيادي اسنتياوو محرومه دي، لکه د ناستې سم ځای، چوکۍ، کتابونه او قرطاسيې سامان او اوبه نلري.

د باړې یو استوګن شېر رحمان اپریدی بیا وايي چې زده کوونکي په خېمو کې ناست وي. د ده په وينا پکار ده چې د ورانو شووښوونځيو د بیا رغولو کار ګړندی شي او ماشومانو ته اسنتياوي ورکړل شي.

د خېبر پولیټیکل چارواکي وایي چې په باړه او خوا و شا سیمو کې د حکومت واکمني پر ځای شوې او پرمختیایي کارونه پکې پیل شوي دي او ډېر ژر به پکې د بیا رغونې کارونه سر ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG